اقتصاد

دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ستر ترمينل جوړيږي

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې نوى رييس دحامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې دستر او معياري  نړيوال هوايي ډګر او درادارو سيستم جوړول خپل کاري لومړيتوب وباله .
دباختر اژانس دخبرله مخې ،  دملکي هوايي چلند دخپلواکې  ادارې نوى رييس محمودشاه حبيبي  چې پرون يې  ددغې ادارې مامورينو او منسوبينو ته دده دمعرفي کيدو په وخت کې  خبرې کولې دغه راز وويل چې دحامدکرزي  نړيوال هوايي ډګر  به داقتصاد په مرکز بدل کړي . دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې نوى رييس  وويل  چې دحامدکرزي  په نړيوال هوايي  ډګر کې درادار معياري  سيستم به ددوو مياشتو په دننه کې ګټې اخستنې ته وسپاري .
او ديوه نوى ترمينل  جوړول چې په کال کې  به دڅه ناڅه لسو زرو تنو ظرفيت به ولري  په  خپل پلا ن کې لري .
  ده دغه راز په دغه هوايي ډګر کې ديوه پنځوستورو هوټل جوړول هم خپل يو پروګرام  وباله .
محمود شاه حبيبي  په دې اړوړند وويل چې په تيرو څوارلسو کلونوکې دافغانستان له هوايي ډګرونو څخه دپوځي اډو په توګه کار اخستل شوى دى اوله دې وروسته موږ هڅه کوو چې دهېواد له هوايي ډګرونو څخه داقتصادي مرکزونو په توګه کار واخستل شي .
په دې باب ددغې ادارې پخواني رييس وويل چې دغه اداره په ښه توګه دخپلو مسووليتونو دترسره کولو لپاره زياتو مالي منابعو ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته