ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معينيت خبرتيا
د ښکلو هنرونو او صنايعو انستيتوت د هيواد د پايتخت او ولايتونو د ښوونځيو د نهمو ټولګيو نارينه او ښځينه فارغان د کانکور د آزموينې له لارې په لسم ټولګي کې او د دولسمو ټولګيو فارغان په ديارلسم ټولګي کې د  نقاشي، ګرافيک او مجسمې جوړولو په څانګوکې د ١٣٩٤ کال د نويو زده کوونکو په توګه مني.
په شرايطو برابر مينه وال دې له شپږو عسکونو او د تابعيت له تذکرې سره د کابل ښار په څلورمه کارتې کې د لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ، پوسته خانې ته څېرمه د ښکلو هنرونو دولتي انستيتوت ته د سلواغې د مياشتې له ١٥نيټه څخه د فورمې د ترلاسه کولو په مقصد د دغه انستيتوت ادارې ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته