خبرونهسیاستTOP

په چين کې د افغانستان لوی سفير په هغه هېواد کې د مېشتو يو شمېر افغان محصلینو ستونزې واوريدې

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي بلال کریمي نن په چین کې له یو شمیر افغان محصلینو سره وکتل
په چين کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کريمي نن د سفارت په مقر کې له یو شمېر افغان محصیلنو سره چې د بیجینګ په مختلفو پوهنتونونو کې د ماسټري او دوکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي وکتل.
افغان سفير په دغه کتنه کې د يادو محصلینو وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه واورېدل او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
کريمي همداراز محصلينو ته ډاډ ورکړ، چې سفارت شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دی او له خپلو امکاناتو سره سم خدمات عرضه کوي.
په دغه کتنه کې همدارنګه د محصلینو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې او په دې برخه کې د لا نور پرمختګ لپاره لارې چارې په ګوته شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته