خبرونهښوونه او روزنه

په پنجشېر کې لسګونو نجونو په یو روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
لسګونو نجونو نن په پنجشېر د لیکوالۍ مهارتونو په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ.
دغه روزنیز پروګرام د “دیدبان آزاد افغانستان” دفتر د ملګرو ملتو سازمان په همکارۍ په رپوټ لیکلو کې د ژورنالیستو ښځو د ظرفیت لوړولو ترنامه لاندې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پرخلاف د مبارزې په موخه جوړ کړی دی.
په دغه پروګرام کې چې د پنجشېر د ښځو چارو په ریاست کې د درې ورځو لپاره پیل شوی دی؛ ۳۵ نجونې ګډون لري.
د “دیدبان آزاد افغانستان” دفتر مسوول مبین الله ایماق وویل چې په دغه روزنیز پروګرام کې د رپوټ، کیسې او رومان لیکنې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بندولو قانون په اړوند د درېیو ورځو لپاره زده کړه ورکول کېږي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته