خبرونهامنیت

په پنجشېر کې د یوه ځوان د قتل په تور څلور کسان ونیول شول

کابل، د غبرګولي۷مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې ۴ کسان د یوه ځوان د وژلو په تور نیولي دي.

نیول شویو کسانو څه موده وړاندې د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې د یوه کس تر وژلو وروسته تښتېدلي وو چې وړمه ورځ د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ځواکونو په هرات کې یو شمیر وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د ځانګړو قطعاتو پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې یو میل پیکا، یو میل ام۱۶، او یو شمیر پوځي تجهیزات کشف او تر لاسه کړي دي.

سرچینې د نیول شویو وسلو په تور څوک نه دي نیول شوي خو په اړه يې څېړنې دوام لري.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته