خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۲۵۶ نوې پېښې ثبت شوې

۳۶- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۵۶ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۵۶ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹ زرو ۷۴۰ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۲۶ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۲ زرو یو او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زرو ۵۰۰ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر احمدجواد عثماني خلکو ته خبردارى ورکړ چې د کروناويروس د خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي. د ماسک اغوستل، د واټن رعايتول، د لاس ورکولو او ښکلولو ډډې کول د کروناويروس د مخنيوي په لاره کې اساسي روغتيايي لارښوونې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کروناويروس په اړه هيله ورکوونکي خبرونه خپاره شوي دي او د کروناويروس لومړنى واکسين پرون په امريکا کې پر خلکو تطبيق شو.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته