امنیت

په هلمند کې پنځه تنه پوليس ټپيان شول

دهلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې ديو توغندي دلګيدو له امله دوه تنه پوليس ټپيان شول .

دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه توغندي دخلکو ددښمنانو له خوا په واشير ولسوالۍ وتوغول شو چې دچاودنې له امله يي دوه تنه پوليس ټپيان شول .

دغه راز دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ديو ځان مرګي بريد له امله درې تنه پوليس ټپيان شول .

دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر دمسوول دڅرګندونو له مخې په ګرشک ولسوالۍ کې ځان مرګي يرغلګر دامنيتي مسوولينو موټر ته څيرمه ځان وچاوه چې له امله يې درې تنه پوليس ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته