خبرونهاقتصادټولنهTOP

په هرات کې د یوولس میلیونو ډالرو په پانګونې سره دوه شرکتونه پرانیستل شول

ل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هرات کې د «شمس کولا» او «جهان پاور» شرکتونه پرانیستي دي.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو د تولید شرکت د اته میلیونه ډالرو په پانګونې سره په ۲۴ ساعتو کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو بستو د تولید وړتیا لري او په کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

همدا رنګه، د جهان پاور پروسس او بسته بندۍ شرکت د درې میلیونو ډالرو په پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ ټنه د انجن روغنیاتو د تولید وړتیا لري.

د یو بل خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د هرات د صنعتکارانو د ملاتړ او هڅونې په موخه، په دغه ولایت کې د افغاني المونیمي توکو او د مرمر ډبرو له شرکتونو څخه لیدنه کړې ده او د دغو شرکتونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.

د المونیمو توکو افغان ملي شرکت په یوه ورځ کې د ۲۵ ټنه المونیمو د تولید وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته