ميمنه / دغبرګولي لومړۍ / باختر
په فارياب کې د کرنيزو محصولاتو مديريت د٨٤١ پروژو د تطبيق کار پرون پيل شو.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ د فارياب د کرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ مسوولان وايي د کرنيزومحصولاتو مديريت دغه پروژې د ٣٦٠ ميليونو افغانيو په لګښت د بزګرانو او بڼوالو د لس سلنې په ونډې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د سيمه ييزو شوراګانو په همکارۍ تطبيقيېږي.
هغه زياته کړه په دغو پروژو کې د مميزخونو جوړول ، د پيازو اوپټاټو زيرمې ، د ميوو سړې خونې ، د سبو او سرو مميزو د وچولو د مرکزونو جوړول شامل دي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې تطبيقېږي. پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ