هرات /باختر/ د وږي ۱٨مه
د هرات ښاري محکمې يو سړى د يو امنيتي منسوب د ترور په تور په اعدام محکوم کړ.
تورن سړى د يوولسمې امنيتې حوزې د فرقې د دوه لاري په پوسته کې په موظف پوليس باندې د ډزو په دليل د پوليسو ترتعقيب لاندې ونيول شو اوکله يې چې له سيمې څخه د تيښتې نيت درلود ، د يادې حوزې د ګزمې له رنجر موټر سره ټکر وکړ او ونيول شو.
په لومړنيو څيړنو کې وښودل شوه چې تورن سړي د ښار په کچه د ترور په څو نورو پيښو کې هم لاس درلود.
د قضايي غونډې په پايله کې تورن سړى د هرات د ښاري محکمې د کورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو په ديوان کې په سختو مجازاتو (اعدام ) محکوم شو.
په دې غونډه کې دغړيتوب ، له هېواد سره دخيانت ، له چاوديدونکو توکو څخه دګټې اخيستنې او په جرم کې د مرستې قضيې هم د قضايي هيئت له لوري وڅيړل شوې چې دغه تورن کسان له يو کال څخه تر شلو کلونو او يوې مياشتې پورې مجازات شول.
ددغې غونډې په پاى کې د محکمې په حکم د نه قناعت په صورت کې دهريومجرم داستيناف غوښتنې حق محفوظ اعلام شو .
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل