کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
اووه تنه تروريستان د قندهار ولايت د ملي امنيت د منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې نيول شويو کسانو د قندهار په ځينو سيموکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې لاس درلود.
دغې ډلې دغه راز نيت درلود چې د اختر په ورځوکې دقندهار په ځينو سيموکې يو لړ تروريستي بريدونه ترسره کړي.
ويل کيږي؛ له دغو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ