١ – کابل باختر دليندي دري ويشتمه
دسمنګانو ولايت ددريو ولسواليو زر تنه اوسيدونکي ددغه ولايت دکار او ټولنيزو چارو درياست دحرفوي زده کړو له څانګې څخه فارغ شول .
دسمنګانو ولايت دکار او ټولنيزوو چارو رييس خواجه قدرت الله صديقي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دحرفوي زده کړو ددغو کورسونو زياتره برخه وال بې وزلې کسان ، کونډي ښځې او دشهيدانو وارثان دي . چې دنړۍ دخوړو سازمان په همکاري ددغه ولايت دفيروزنخچير ، خرم سارباغ او حضرت سلطان په ولسواليو کې په تيرو شپږو مياشتو کې يې زده کړي وکړي .
ده ددغو کورسونو هدف ددي ټولنې دبي وزلو کسانو ، په تيره بيا دکونډو ښځو دمهارتونو دکچې لوړول وبلل او ويي ويل په دغو فارغانو کې اووه سوه تنه ښځې او دري سوه تنه نارينه شامل دي . دکار د ټولنيزو چارو رياست دمهارتونو دزده کړي مدير چې ددغو کورسونو دتطبيق مسووليت يې په غاړه درلوده وويل دکورس دغو برخه والو خياطي ، چرمه کنډل ، مري ګنډل ، غالي اوبدل ، لمڅي اوبدل ، آهنګري او ترکاڼې ، بوټ ګنډل او پنچرميني په برخو کې زده کړي کړي دي .
ده زياته کړه ددغو کورسونو په بهير کې دزده کوونکو او ښوونکو دهڅونې په مقصد دنړۍ دخوړو سازمان له لاري پر هغوى باندې درې سوه اتيا ټنه خوراکي توکي چې غنم ، دال نخود ، غوړي او مالګه ده ويشل شوي دي .