-کابل / دزمري ٢٦مه/باختر:
د جوزجان پوليسو نن يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيوه .
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند مسعود نديم باختر اژانس ته وويل چې دغه سړۍ له دووکيلوګرامو هيروئينو سره د سلطان کوټ په امنيتي کمربند کې هغه وخت ونيول شو چې دغه نشه يي توکي د يو سراچه موټر په واسطه شبرغان ښار ته لېږدول .
خبرځاى زياته کړه نيول شوى کس اوترلاسه شوي نشه يي توکي امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې؛ پوليسو تېره شپه يوتن له يو کيلوګرام اپينو سره د شبرغان ښار د پل خراسان په کمربند کې ونيوه .
پېښه تر څېړنې لاندې ده .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ