سیاست

زرداري په هيواد کې دوروستيو تروريستې بريدونو په خاطر حامدکرزي ته دخپلي ژورۍ خواشينۍ مراتب څرگند کړل

کابل باختردوري دمياشتې ٣١ :

دپاکستان جمهوررييس اصف علي زرداري پرون ماښام دافغانتسان داسلامي جمهوريت له  جمهوررييس حامدکرزي سره دتيلفوني تماس په ترڅ کې دپاکستان دحکومت  او خلکوپه استازيتوب دکابل  اوجلال اباد په ښارونو دلوګر اوپکتيا په ولايتونوکې دوروستيو تروريستې بريدونوله امله زموږ ديوشمير بيګناه ملکي وګړو دمرګ ژوبلي په خاطر  دخپلي ډاډګيرنې او غمشريکي مراتب څرگند کړل.

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دپاکستان جمهوررييس ددغو تروريستې بريدونو په کلکي غندنې سره وويل  چې دپاکستان خلک اوحکومت دافغانستان دخلکو په غم کې شريک دي .

په مقابل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په دې تيلفوني تماس کې داصف علي زرداري دخواخوږۍ او ډاډګيرنې له امله دمننۍ په ترڅ کې ، تروريزم ددواړو هيوادونولپاره ګډګواښ وباله او ددغې پديدي پرخلاف پرګډي مبارزې  چې ددغو دواړو هيوادونو خلکو له هغه څخه زيات زيانونه  ګاللي دي ،. ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته