کابل باختر دوري اتلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: عمليات هغه وخت پيل شول چې وسله والو مخالفينو د ملي اردو په هغو ځواکونوچې د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو په ګزمې بوخت وو؛ د سپکو وسلو دزې وکړې چې دملي اردو د ځواکونو په متقابل بريدکې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز يو شمېر نور طالبان له سيمې څخه وتښتيدل او څو ميله وسلې په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ