اقتصاد

سويډن په تيرو اووکلونو کې په سمنګانو کې اووه مليونه ډالره لګولي دي .

کابل   باختر دوږې دمياشتې ٤
څه د پاسه اووه  مليونه  ډالره په  تيرو اوو کلونو کې دسويډن له خوا دبيوزلۍ دکمښت د پروګرام له لارې په  سمنګانو ولايت کې لګول  شوي دي .
په سمنګانوکې دافغان ايدد دفترمسوول سليمان خالقيارباخترآژانس ته  وويل : 
په تيرو اووکلونو کې ددغه پروګرام هدف په سمنګانو ولايت کې دخلکو د ژوندانه دحالت ښه والى ،د کورنيو داقتصادي لوړول  او دسيلاونو په ګډون دطبيعي پيښو دمخنيوي په لارو چارو دخلکو پوهاوى دى .
خالقيار وويل :  په دې موده کې يې د سيمه ييزې حکومتوالۍ او دټولنيزې پرمختيا، روغتيا ،کرنې او مالدارۍ او دطبيعي پيښو دخطرونو دمخنيوي په برخو کې دسويډن  په مرسته د اوو مليونو ډالرو په لګښت په لسګونو ټولګټې پروژې عملي کړي دي .
ده زياته کړه چې د فيروز نخچير ، خرم سارباغ او دحضرت سلطان په ولسواليو او دغه ولايت په مرکز کې دوه شپيته کليوالي پرمختيايي شوراګانې هم  دهمدې پروګرام تر پوښښ لاندې دي .
دسمنګانو ولايت سکتوري رييس محمدکبيرمکرم  زاده دافغان  ايد د دفتر دفعاليتونو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه دفتر  دخلکو دژوندانه
په بيلابيلو برخو کې اغيزمن رول لوبولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته