خبرونهفرهنګ

هرات ته ۱۰ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی

کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د هرات د اطلاعانو او کلتور ریاست مسوولینو دغه ولایت ته د چین هېودا د ۱۰ سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي باختر آژانس ته وويل چې هره اوونۍ په ډلو ډلو بهرني سيلانيان دغه ولايت ته سفر کوي او د سيلانيانو لپاره ټولې لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
له بلې خوا دغو سيلانيانو افغانستان د ګرځندوى لپاره مناسب او خوندي ځاى وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې دننه اوسنی وضعیت د ډاډ وړ دی او خلک په عادی ډول ژوند کوي.
د یادونې وړ ده چې روان کال د هرات له تاریخي او تفریحي سیمو څخه سلګونو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته