سیاست

سياسي تبصره: له ذهني اسارتونو څخه خلاصون او دډله ئيزو ګټو واحد تعريف دافغانستان دشخړې دحل کيلي .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
جمهور رييس محمد اشرف غني  په يوه څرګند پيغام کې له وسله والو مخالفانو څخه غواړي چې دسولې لاره غوره کړي هغوى به په جګړه کې بريالي نه شي  ځکه دافغانستان ستراتيژيکي حالت په  بنسټيز  ډول بدل شوى دى .  دباختر اژانس مفسر ليکي :
  جمهور رييس  محمد اشرف غني په دې وروستيو وختو کې دپکتيکا ولايت ته دسفر په ترڅ کې  دهېواد دجنوب دولايتونوله چارواکو او سيمه ئيزو مقاماتو ، قومي مشرانو او دخلکو له استازو سره وکتل .
  ده ددغو ولايتونو دامنيتي حالت دڅيړنې  په ترڅ کې  په هغې غونډه کې چې دپکتيا ولايت په تندر قول اردو کې يې  له يوشمير پوځيانو سره لرله ،. په ډاګه وويل چې دافغانستان ستراتيژيکي  حالت په بنسټيز ډول بدل شوى دى او دښمن ته زما پيغام دادى چې په  جګړه کې به بريالى نه شي نو دسولې لاره دې غوره کړي .  ده څرګنده کړه چې افغانستان دجرګو هېواد دى او دافغانستان خلک يوه پتمنه او دايمي سوله  غواړي .
  دغه راز محمد اشرف  ټينګار  کړى دى چې بايد دسياست په ډګر کې هغه څه ترلاسه کړو چې دجګړې په ډګر کې موترلاسه کړي دي .
دجمهور رييس محمد اشرف غني له خبرو څخه جوتيږي  چې دى  دنظام له وسله والو مخالفانو څخه چې په بيلابيلو نومونو او پلمو دخلکوپرخلاف  جنګيږي او ددغه هېواد دبربادى په لټه کې دي غواړي چې په افغانستان کې له دوديزو چلندونو څخه په استفادې سره چې هماغه جرګې اوسلامشورې دي په هېواد کې داوسنۍ شخړې  دحل کولو لپاره دبڼستيز  حل  يوه لاره پيداکړي ځکه تجربو وښودله چې دزور او ټوپک له لارې نه شو کولاى ديوه ملت برخليک په لاس کې ونيسو .
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې وسله والو مخالفينو خپل وروستۍ توان اوامکانات يې په هېوادنيو اوملي ځواکونو د برياليتوب لپاره وکارول ، دکندز ، بدخشان ، جوزجان ، فارياب  او دقندهار ولايتونه دوسله والو مخالفو ډلو د بريدونو دسختوالي ډګر و چې په بشپړه توګه دجګړې په ډګر کې برياليتوب دامنيتي او دفاعي ځواکونو په برخه شو اوس جمهور رييس وايي چې موږ بايد هماغه څه چې دجګړې په ډګر کې  ترلاسه کړل دسياست په ډګر کې هم ترلاسه کړو خلک دجمهور رييس له دغو څرګندونو څخه په استنباط  سره په دې باور دي، موږ هغه وخت دسياست په ډګر کې بريالي کيداى شو چې دهېواد سياستوال  خپله پوهه ، تجربه ، توان او استعداد دافغانستان دګټو  لپاره  وکاروي او هڅه او هاند وکړي چې دغه هېوادله اوسني  بدحالت څخه وژغوري.
  ديادونې وړ ده چې په افغانستان کې روانه جګړه زياتره بهرنۍ  انګيزه لري او په بيلابيلو نومونو زموږ په خلکو ټپل شوې ده چې يواځې سياستوال کولاى شي په پاليسي اوسياست سره  ددغه شان دسيسو په وړاندې ودريږي اوخلک يو موټي کړي .
په دې کې دشک ځاى نشته چې ذهني  اسارتونو او شخصي اوسليقوي  علاقمنديو دهېواد ځينې سياستوال له بحران سره مخامخ کړي دي .
   ددې وخت  دى چې موږ بايد دسياست په  ډګر  کې هم دعمل نوښت ترلاسه کړو او داهغه وخت امکان پيدا کولاى شي چې دافغانستان دواحدوالي ، دملي ګټو دواحدوالي او دملتوالۍ ديو خپل تعرفي  په باب ، واحد تعريف ولرو  او ځان له ذهني اسارتونو او له کمرنګو او مبتذلو مفکورو څخه وژغورو او دافغانستان دګټو او د ډله ئيزو ګټو په باب فکر وکړو .
دغه مسئله به  دسياست په ډګر کې زموږ دبرياليتوب کيلي وي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته