امنیت

نهه تنه وسله وال کسان ووژل شول .

٣٦-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  افغان اوبهرنيو  ځواکونو ادعا لري چې نهه تنه  وسله وال کسان يې په ميدان وردګو کې دعملياتو په  بهير کې وژلي او شپږ تنه مشکوک  کسان يې نيولي دي .

 دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، افغان او بهرنيو ځواکونو  تيره شپه ددغه ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې نهه  تنه وسله وال کسان چې دماينونو په جوړولو او ځاى پرځاى کولو کې لاس درلود ووژل  او شپږ تنه نور يې نيولي دي .

  ده زياته کړه: ګډو ځواکونو په دغو کسانو دسيد اباد ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې بريد وکړ  خو په کابل کې دايساف  دځواکونو له خولې په  خپري شوي  اعلاميه کې  ويل شوي دي چې تيره شپه يې له افغان ځواکونو سره په سيد اباد ولسوالۍ کې چې  په ګزمي  بوخت و چې په  يوې ډلې ماين ايښودونکي يې بريد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته