ټولنه

د “ملي دستر خوان” پروګرام په کونړ کې پیل شو

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د “ملي دسترخوان” پروګرام پرون په کونړ کې پیل شو.
د کونړ ولایت مقام د رسینو دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام د کونړ په مرکز او ۱۳ ولسوالیو کې پلي کېږي.
د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار په نرنګ ولسوالۍ کې د یاد پروګرام د پیل پر مهال ډاډ ورکړ چې دغه پروګرام به په بشپړ شفافیت ترسره شي.
د کونړ د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رییس صفت الله شرفمل وویل چې په لومړي پړاو کې دغه مرستې په مرکز اسعدآباد ښار او څوکۍ، نرنګ او مانوګي ولسوالیو کې وېشل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دې دوره کې له هرې کورنۍ سره د څلور زرو افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېږي چې په دې ترتیب له ۹۰ سلنې اړو کورنیو سره مرسته وشي.
شرفمل زیاتوي: یادې مرستې په هغو ولسوالیو کې وېشل کېږي چې د ولسي تړون او ملي پیوستون پروګرامونه پکې تطبیق شوي دي.
خو عام خلک وایي چې ډاډه نه دي یادې مرستې په سمه توګه پر اړو او مستحقو کسانو ووېشل شي او له اړوندو مسوولینو څخه غواړي چې د کرونا د مرستو په شان د د دغو مرستو د مزو چړچو مخه ونیول شي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته