خبرونهروغتیا

ننګرهار؛ په چپرهار کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې او ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري د چپرهار ولسوالۍ دولت اباد فامیلیو په دوه نیم جریبه ځمکه کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وویل دغه مرکز د یادې ادارې له لوري د درې میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د احاطې د دېوالونو په بشړېدو سره به په کانتینرونو کې د سرې میاشتې ادارې له لوري د سیمې نږدې ۲۵۰۰ کورنیو ته د عامې روغتیا له مقرراتو سره سم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه افغاني سره میاشت اداره په ټول هېواد کې تر ۲۵۰ روغتیايي ټیمونه لري، چې په کال کې درې میلیونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
په ورته مهال د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف وویل د عامې روغتیا ریاست ټول پرسونل په مرکز او ولسوالیو کې ۲۴ ساعته د خپلو خلکو په چوپړ کې دي.
په پروګرام کې د سیمې څو تنو اوسېدونکو د یاد مرکز په جوړېدلو خوښي وښوده او ویي ویل چې د دغه مرکز په جوړېدلو سره به د روغتیا په برخه کې دوی ته ډېره اسانتیا رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته