کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د جامعه رياض العلوم کابل د دستاربندۍ په مراسمو کې ويلي چې
اسلامي امارت د ښوونځيو او ديني مدرسو ترمنځ د فاصلې لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي او غواړي چې راتلونکی نسل د اسلامي عقايدو او افکارو په لرلو سره، عصري علوم هم زده کړي.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د رياستالوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې چې د ټولنې پوه او تعليم يافته قشر، د هېواد د بچيانو د روزنې او د عمومي اذهانو په روښانولو کې مهمه دنده پر غاړه لري.
هغه د يادې مدرسې له فارغانو څخه غوښتي چې د ديني او عصري علومو د زده کړې په لاره کې هڅه وکړي او د هېواد په پرمختګ کې دې خپل رول په ښه توګه ترسره کړي.
اداري مرستیال د خپلو خبرو پای کې ويلي چې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د جوړولو او پرمختګ مسئوليت تر ډېره بريده د ځوانانو پر غاړه دی.
48 1 دقیقه لوستل