سیاستخبرونهTOP

متقي: هيله من يو، چې د پاکستان نوی حکومت به له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده ګامونه واخلي

کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.
متقي زياته کړه؛ اوسمهال د سیمې هېوادونو دا درک کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه، چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
ورته مهال په کابل کې د پاکستان سفير په ياده کتنه کې وويل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي، چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.
هېره دې نه وي، چې دواړو لوریو په دغه کتنه کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته