کابل/ د غوايي١٩مه/ باختر
د مالیې وزارت وايي، چې د مالیې د جريمې معافیت د څلورو نورو میاشتو لپاره تمدید شوی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې د متشبثینو (کوچنیو اصنافو) ته د اسانتیاوو برابرولو او پر خپل وخت د مالیاتو ورکولو ته د هڅولو په موخه یې د ټاکل شوي نورم مالیه کمه کړې او “کوچني متشبثین” یې د تېرو کلونو له باقيدارۍ او مالیاتو څخه معاف کړي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۱۴۰۰ لمريزکال مالیه په داسې حال کې معاف شوې وه چې مالیه ورکونکو د هغه کال د کب تر ۲۹ پورې خپله مالیه ورکړې وه؛ خو د مالیې وزارت په وینا؛ د ځینو ستونزو له امله، ټول متشبثین او کوچني اصناف ونه توانيدل چې په خپل وخت مالیه ورکړي او د مالیې د جريمې مخه ونيسي.
مالیې وزارت ویلي چې له همدې امله، د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رياست د بيا وړانديز پراساس او د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا مقام په هوکړه دغه معافيت د “١٤٠١ لمريزکال د وري له لومړۍ څخه دغبرګولي تر٣٠مې ” د نورو څلورو مياشتو لپاره تمديد شوى دى.
د ماليې وزارت دغه راز له ټولواصنافو او کوچنيو متشبثينو غوښتي چې د روان کال د چنګاښ تر٣٠ مې خپلې باقيدارۍ او مالياتي جريمې تصفيه کړي.
د اقتصاد پوهانو په باور مالیه د یوه هېواد د ملا تېر دى او په وخت د مالیاتو ورکړه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ سره مرسته کوي او هېواد پر ځان بسیا کوي.
| ذ