خبرونهاقتصادټولنه

فاریاب کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال ورغول شو

کابل، د کب ۳مه، باختر

د فاریاب په مرکز د میمنې ښار د درېیمې ناحیې په خواجه آباد سیمه کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه کانال د میمنې ښاروالۍ له لوري په درېیمه ناحیه کې د ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو کیلومتر په اوږدوالي او یو متر سور په لرلو سره جوړ شوی، چې د درېیمې ناحیې د خلکو د ستونزې په هواري سربېره به د اوومې او اتمې ناحیې سلګونه جریبه ځمکه به هم ترې خړوبې شي.

د دغه کانال د ګټې اخیستنې مراسمو کې د دغه ولایت والي داملا محمد شعیب رسالت وویل چې په تېرو کلونو کې د دغه ناحیې خلک د اوبو له کمښت سره مخ وو چې د دغه کانال په جوړېدو سره به یې  ستونزې حل شي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وايي د دغه کانال په جوړېدو سره یې ډېرې ستونزې حل شوي او د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه یې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته