ټولنه

په کندزکې دترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې پرون  دترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول .
  دخان اباد ولسوال حيات الله اميري باختراژانس ته وويل دغه شپږ تنه  دکندز خان اباد دلويې لارې په اوږدو کې دخواجه  پستې په ساحه کې  ددوو موټرو دټکر له امله  ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
  دکندز دحوزوي روغتون رييس  ډاکتر محمد نعيم منګل وايي  چې په دې پيښه کې  اووه تنه وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته