کابل/ د کب ١٥ مه / باختر
د لوګر د پوهنې ریاست په نوي تعلیمی کال کې د نږدې ۳۰ زرو ماشومانو په ښوونځیو کې د شاملېدو خبر ورکړ.
د لوګر د پوهنې رييس مولوي جنت ګل عزيز د باختراژانس خبريال ته وويل چې په نوي تعليمي کال کې به په ٢٧٦ ښوونځيو کې د ۱۲ زرو ۳۰۰ نجونو په ګډون ٢٧ زره ماشومان په ښوونځیو کې شامل شي.
هغه زياته کړه چې د لوګر په ښوونځيو کې د ماشومانو د شاملولو پروګرام پيل شوى دى.
هغه د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر ته رسېدلي، په ښوونځیو کې یې شامل کړي.
\ ذ