سیاستخبرونهټولنهTOP

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو د یوناما لخوا خپور شوی راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت په تړاو د یوناما لخوا خپور شوی راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی.

مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو نماینده ګۍ یا یوناما یو راپور خپور کړی چې په تېرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتي په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، اوس يې چې حاکمیت په لاس کی دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه د نارینه وو پورې اړه لري یا تر ښځينه وو پورې بشپړ تطبیق کړي.

د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

دا چې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.

اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.

کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه یې ترسره کوي، هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کېږي چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري، دا نه کومه خپلسري ده او نه هم د چا په حق تېری، بلکې برعکس د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته