کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غوڼده کې، چې پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په غونډه کې همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ته دنده وسپارل شوه، څو د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو طرحه د بیاکتنې په موخه د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکه کړي.
په یاده غونډه کې همدارنګه وپتېل شوه، چې یاد وزارتونه او اړوندې ادارې دې د تمویل بدیلې لارې ولټوي او اصلاح شوې طرحه دې اقتصادي کمېسیون ته د تاییدۍ لپاره وړاندې کړي.