خبرونهاقتصادټولنه

د کندز په امام ‌صاحب ولسوالۍ کې  سوداګریز کمپلکس جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

شمال ختیځ کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سپین زر دولتي شرکت په مالکیت د سوداګریز کمپلېکس (غلې منډيي) د جوړېدو چارې د دغه ولایت د والي ملانثار احمد نصرت، مسولینو او عامو کندزیانو په حضور کې پرون دوشنبې پيل شوې.

د چارواکو په خبره کمپلېکس د سپین زر دولتي شرکت او یو بل خصوصي شرکت د تړون پر اساس پر ۴۵ جریبه ځمکه د بېلابېلو حبوباتو د ساتلو او پېر او پلور په موخه جوړېږي.

د سپین زر شرکت مسولین وایي د دغه کمپلېکس پر جوړېدو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او راتلونکو دوه کلونو کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دوی زیاتوي چې دغې منډيي کې د مسجد، دوکانونو، ګدامونو، ترازو او نورو امکاناتو د رامنځته کولو پلان لري، چې د حبوباتو د سوداګرۍ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کندز والي بیا د پروژې د پیل په مراسمو کې پر پانګوالو غږ کړی، چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي او د ولایت او ټول هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د سپین ‌زر دولتي شرکت لخوا د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د آبدان په دښته کې د یوې ژورې څاه د کیندنې ترڅنګ د کرنې په برخه کې یو څیړنیز فارم او د کندز – شېرخان بندر د‌ لویې لارې مسافرينو لپاره د لمونځ اداکولو په موخه  د یو باب جومات د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته