کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالصبور قانع پرون د بادغيس له پوځي او ملکي مسوولينو سره په غونډه کې د دغه ولايت امنيتي حالت وڅېړه.
د ٢٠٧ ظفر قول ارد مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د درستيزوال دګروال عصمت الله غروال او د بادغيس د ملکي او پوځي مسوولينو په شتون جوړه شوه، په بادغيس کې د ظفر قول اردو د دريمې لوا د مسووليت ساحې د ښه امنيت د تامين په اړوند خبرې وشوې او پوځي مسوولينو په دغه ولايت کې امنيتي پروګرامونه بيان کړل.
په غونډه کې د بادغيس پوحي او ملکي مسوولينو ډاډ ورکړ چې خپلې دندې په ښه توګه او د هېواد پالنې په روحيې سره ترسره کوي او د امنيت، سولې او ثبات د تامين په خاطر له هېڅ راز سرښندنو څخه ډډه نه کوي.
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د جمهوري رياست د حکم د تطبيق په خاطر د پلان جوړولو او د محارپوي عملياتو د ترسره کولو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د کارونو څېړنه يې دغه ولايت ته د خپل سفر له مهمو هدفونو څخه وبلله او د بادغيس له ټولو ملکي او پوځي مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د دښمن د بريدونو د دوام په صورت کې دې د دښمنانو او د ناامنۍ د عواملو د ځپلو په خاطر د ځمکنيو او هوايي ځواکونو له ټولو ظرفيتونو څخه استفاده وکړي.
ختم – ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل