کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري ۶۰۰ ټنه د لوړ کیفیت نفرایټ چې د ننګرهار په مرزاخېلو کان کې موجود دي؛ وپلوري.
غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه د روان مالي کال د سلواغې تر ۱۹ نېټې پورې د وزارت د دفتر ریاست د عرایضو څانګې ته وسپاري.