کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شویو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.
په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
همدا راز دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات ولایت په بام هرات ساحه کې د تفریحي کمپلېکس، د جلال آباد په حوزوي او د کابل په شیخ زاید روغتونونو کې د معیاري لابراتواري مرکزونو او همدا راز په کابل ښار کې د خوراکي توکو د تولید سترې فابریکې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې او تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې او همدا راز د ځمکې د ورکړې او د قراردادونو د وخت په اړه تخنیکي ناستې ترسره او راپورونه دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.