خبرونهامنیتTOP

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د وضعیت اروزنې په موخه پکتیا ته سفر وکړ

کابل، د وري لومړۍ نېټه، کابل

ملي‌ دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه کې د ملي اسلامي اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړه، پاکستاني لوري ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لوري د جدي خبرداري او بېړني ضرب الاجل د ټاکلو له امله اوسمهال په سیمو کې نښتې کمې شوې دي.

د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداري په پیغام کې ویلي چې: (موږ د جګړې طرفدار نه یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم فایر وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په عاجله توګه به هغوی ته ځواب ورکوي.)

د یادونې وړ ده، چې افغان سرحدي ځواکونو له هغه وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مرکزونو د درنو وسلو ګوزارونه وکړل، چې د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان په ځینو سیمو کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته