۳۳ – کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
له نشه يي توکو سره د مبارزي پوليسو نن د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې ونيو.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين باختر آژآنس ته خبر ورکړ؛ له دغه قاچاق وړونکي څخه ٦٠ کيلوګرامه چرس، ٧٧٠ ټابلېټ (کا)،١٠کيلوګرامه هيروئين، يو کيلو اپين او څه د پاسه ٣ کيلوګرامه کيمياوي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شوى کس له لومړنيو تحقيقاتو وروسته نسبتي دوسيې سره يې اړوند بنسټ ته وسپارل شو.
پاى \ ذ
3 د یوې دقیقې څخه لږ