خبرونهنړۍ

د مرګژوبلې دوام؛ تمه کېږي د روژې له پیل سره غزه کې اوربند اعلان شي

نړۍ، د کب ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دی تمه لري د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې غزه کې روانه جګړه تر پنځو میاشتو اوږده شوه او ښکېلې خواوې لا هم لګیا دي تر څو د اوربند پر ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر یوې پایلې ته ورسېږي.

د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس ترمنځ روانه جګړه کې ډېره بیه فلسطیني ملکي وګړو پرې کړې او تر دا مهاله یې ۳۰ زره او ۸۷۸ تنه شهیدان او ۷۲ زره ۴۰۲ تنه ټپیان ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته