خبرونهاقتصادټولنه

د لغمان په علینګار کې د ولسونو په مالي لګښت د يوه سړک د جوړیدو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ادهار کلیو ترمنځ د نوي سړک د جوړېدو چارې د دغه ولسوالۍ د ولسوال قاري ذاهدالله فاتح او نورو مسوولينو له لوري پيل شوې.
د ولسوال په خبره یاد سړک د ولسونو په مالي لګښت د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې ۲ کیلو متره اوږدوالی او ۴ څلور متره سور لري.
د دې ترڅنګ د سړک سره اړوند د سیند پر سر یو کیبلي پول هم جوړېږي چې واړه موټر به پري تګ راتګ کوي.
بل لورته د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې په جوړېدو سره به يې د تګ راتک ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته