سیاستخبرونهټولنهTOP

د شاوخوا ۷۱ میلیونه ډالرو په لګښت؛ د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند له لوري، نن د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر آخوند، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پيل د هېواد د آبادۍ په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي: د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربناوو ترڅنګ، د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لومړي فاز دویمه برخه او یو شمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همدا رنګه، د هېواد اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
هغه د چین له ولسي جمهوریت څخه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د عملي چارو د پیل له امله مننه کړې او له دوی څخه یې غوښتي چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه د سیمه ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږې توګه کار وکړي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز، د چین له حکومت او پانګه والو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي، چې په دې سره به د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.
ملا عبدالغني برادر آخوند د کور او ښار جوړولو له وزارت او کابل ښاروالۍ څخه غوښتي چې په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه پیل شي، څو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او زېربنایي صنعت پرمختګ وکړي.
د یادونې وړ ده چې د نېله باغ هستوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. په دې پروژه کې ۱۴۰۰ هستوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې به یې د جوړېدو چارې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته