خبرونهامنیت

په ژيړي کې پر يوې پوځي قرارګاه د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

کابل/ د ليندۍ١٨مه/ باختر
په قندهار کې افغان ځواکونو پر يوې پوځي قرارګاه د ځانمرګي بريد مخه ونيوله.
يوځانمرګى يرغلګر چې په يو بمي موټر کې سپور و پرون ناوخته يې غوښتل په ژيړي ولسوالۍ کې د پوځيانو پر يوې قرارګاه يرغل وکړي هدف ته له رسېدومخکې د سرتيرو په ډزو کې ووژل شو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې يرغلګر نيت درلود د پوځيانو پر قرارګاه بريد وکړي چې د پوځيانو له لورې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې پېښه کې ځانمرګى يرغلګر وژل شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
ځانمرګى يرغلګر د وسله والو طالبانو د ډلې غړى بلل شوى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته