سیاستخبرونهTOPټولنه

د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د حج ملي کمېټې د محترمو غړو په ګډون د یادې کمېټې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ القران والحدیث مولوي محمد ثاقب د دې وزارت د اقداماتو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د روان کال د حج پروسې، حاجیانو ته د خدماتو، مسکن او روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په اړه د کمېټې غونډې ته راپور او معلومات ورکړل.

ورته مهال له بانکونو سره د حاجیانو د پيسو د لېږد تړون، هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د انتقال تړون، هغوی ته د واکسین د تطبیق او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او په هغه هکله لازم تصمیمونه ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته