خبرونهنړۍ

د تمریناتو دوام؛ شمالي کوریا پرون د درنو وسلو تر ټولو ډېرې ازموینې کړې دي

نړۍ، د کب ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د کوریا دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د شمالي کوریا پوځ پرون دوشنبې د روانو پوځي تمریناتو په درشل کې د درنو وسلو ګڼې ازموینې کړې دي.

دغو تمریناتو کې چې کېم جونګ اون یې په خپله رهبري کوي، بېلابېل ډوله لوی او واړه توغندي ازمویل شوي دي.

ویل کیږي، دغه پوځي تمرینات د امریکا او جنوبي کوریا ګډو پوځي تمریناتو په ځواب او سیمه کې د شمالي کوریا د قدرت ښودلو لپاره ترسره کیږي.

کېم جونګ اون د توغندیو د ښه کیفیت او ښه هدف ویشتو له امله خوښي ښودلې او اړوندې کمپنۍ او طراحان یې ستایلي دي.

پوځ ویلي، چې دغه توغندي کېدای شي د اټومي سرګلولو د ویشتلو او هدف ته د رسولو لپاره هم وکارول شي.

مخکې تر دې د جاپان دفاع وزارت ویلي وه، چې شمالي کوریا پرون سهار وختي درې بالیسټیک توغندي هم ازمایلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته