کابل باختر دمرغومي اتمه :
دتخار ولايت د وزن پورته کولو د فدراسيون مسوول چې په ايران کې په نړيوالو سياليوکې يې لومړى مقام وګاټه؛ پرون د سرو زروله مډال سره هيواته راستون شو.
دتخار ولايت ورزشي آمر نقيب الله جليلي باخترآژانس ته وويل: محمدشريف رسولي د پنځو هيوادونو ترمنځ د پنځه اويا کيلوګرامه وزن په پورته کولو سره ددغوسياليود سرو زرو مډال وګاټه .
رسولي وويل: که چيرې هيوادوال زموږ ملاتړکړي او زموږ ورزشکاران وهڅوي؛ افغانستان به زيات مډالونه وګټي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ