خبرونهاقتصاد

د شمال زون د ډبرو سکرو دولتي شرکت ۶۰ زره ټنه سکاره د غوري سمنټو فابرېکو ته ورکوي

کابل، د غبرګولي لومړۍ، نیټه، باختر
د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت او غوري سمنټو فابریکو ترمنځ د ډبرو سکرو یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې په کال کې ۶۰ ټنه سکاره د غوري سمنټو فابریکو ته ورکول کېږي.
د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د غوري سمنټو فابریکو رییس انجینر شفیع الله واحدي او د شمال زون د ډبرو سکرو دولتي شرکت له رییس مولوي عبدالله حامد سره د یوې غونډې په ترڅ کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د شمال زون ډبرو سکرو دولتي شرکت په کال کې تر ۶۰۰۰۰ ټنه پورې د ډبرو سکاره یادې فابریکې ته ورکوي.
مجیدي زیاته کړه چې د دې هوکړې له مخې به له دغه سکرو څخه ۲۰۰۰۰ ټنه د پلخمري له څلورګونه کانونو چې حرارت GCV به یې تر ۵۰۰۰ درجې او خاوره به یې ۳۰ سلنه وي، همداراز له یادو سکرو څخه ۴۰۰۰۰ ټنه چې د حرارت GCV درجه یې له ۶۰۰۰ څخه پورته او خاوره یې ۲۴ سلنه وي، د یاد شرکت له نورو کانونو څخه ورکول کېږي.
هېره دې نه وي که د ډبرو سکرو د حرارت درجه تر ۴۵۰۰ پورې هم وي د بېرته راګرځولو وړ نه دي او په فابریکو کې به ترې کار اخیستل کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته