سیاستخبرونهټولنهTOP

د بغلان والي د اندراب له  قومي مشرانو سره په ناسته کې د قومونو ترمنځ د یووالي په رامنځته کېدو ټينګار وکړ

کابل، د وري ۱ مه، نېټه، باختر

د بغلان ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني د اندراب درې ګونو ولسوالیو له قومي مشرانو سره په ناسته کې د هغو د ستونزو د حل د ډاډ ترڅنګ وویل، چې په هېواد کې میشت قومونه باید هڅه وکړي چې په خپلو کې یووالي په ډاډمن ډول سره وساتي او هغو ډلو ته چې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د نفاق رامنځ ته کولو هڅه کوي اجازه ورنه کړي.

د بغلان والي قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې  اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د وطن ابادول د ټولو هېوادوالو هېوادنی مسؤلیت دی چې برخه پکې واخلي.

د اندراب د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي لقا اندرابي د اسلامي امارت له دغه کړنلارې مننه وکړه او زیاته یې کړه د انداربونو ولس د اسلامي امارت ملاتړي دي او په هر ډول شرایطو کې به هڅه وکړي چې د نظام د پایښت، د هېواد هر اړخیز پرمختګ او د قومونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته