خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د نفتي توکو عواید ۱۴ سلنه زیات شوي دي

کابل، د وري ۷ مه، باختر

د بغلان د اوبلن ګازو او نفتي توکو اداره وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۴۰۱ کال په پرتله  ۱۴ سلنه زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. 

د بغلان  د اوبلن ګازو او نفتي توکو ادارې آمر مولوي عبدالله خادم وايي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیله د همدې کال تر سلواغې میاشتې پورې دغې ادارې ۲۰ میلیونه ۲۲۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي، دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۹ میلیونه او ۹۶۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي و.

خادم زیاته کړه، چې ډېر شوي عواید ۲ میلیونه او ۲۵۹ زره افغانۍ دي، چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بغلان اوسېدونکي وايي، چې دولتي ادارې باید نورې هم خپلې هڅې پراخې کړي څو ډېر عواید راټول او په شفاف ډول دې د دولت خزانې ته وسپاري څو په هېواد کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته