خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د ترافیکو مدیریت څه باندې ۱۰۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۸ مه، باختر

د بغلان د ترافیکو مدیریت د روان کال په بهیر کې ۱۰۸ میلیونه ۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیر الله عابدي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه عواید لایسنس او جوازسیر له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سیارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېرکال د یاد مدیریت عواید یومیلیونه ۲۶۵ زره افغانۍ وو چې د تېرکال په پرتله سږکال د یاد مدیریت عواید څه باندې ۱۰۷ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي د پیسو د راټولولو په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کال کې ډیر عواید راټول کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته