سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د واخان کوريډور چارو د پیل غوښتنه وکړه

کابل، د ليندۍ ۷مه، باختر
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، نن په یوه خبري غونډه کې، د «واخان کوريډور» د جوړولو چارو د پیل غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ محمد یونس مهمند په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته وویل: افغانستان اوسمهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د پاکستان په کراچۍ بندر کې ستونزې یوڅه حل شوې او نن زموږ د ۳۳۸۰ کانټینرونو یوه برخه د افغانستان پر لور حرکت ورکړل شي.
د مهمند د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال له پاکستان او ایران سره د هېواد بندرونه فعال دي او دغه راز له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان سوداګریزې چارې په عادي ډول روانې دي او صادرات هم مخ پر وړاندې دوام لري.
هغه وویل چې له مرکزي آسیا او ایران سره د افغانستان تجارت د تېر کال په پرتله د پرمختګ په حال کې دی او د افغانستان خصوصي سکتور له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د یادو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو ترڅنګ، هر څومره ژر چې امکان ولري؛ د «واخان کوریډور» د جوړولو کار پیل کړي.
محمد یونس مهمند ژمنه وکړه چې د افغانستان خصوصي سکتور د واخان کوریډور (دهلیز) په جوړولو کې، د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ یې کوي.
هغه، د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو مننه وکړه؛ خو په ورته وخت کې یې له هغوی څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د ورورولي پر بنسټ چلند وکړي او له هغه چلند څخه دې ډډه وکړي چې د ګاونډیتوب او بین المللي اصولو او قوانینو خلاف وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، همدا رنګه پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانانو کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي چې افغانان وکولای شي خپلې ستونزې حل کړي.
د غونډې په دوام، د ټوکر پلورونکو اتحادیې مشر عبیدالله، د کسبګرو او هټۍوالو خونې مشر سخي، د غالیو اتحادیې مشر کریم زاده او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې، د «واخان کوریډور» پر تاریخي او اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او د دغه دهلیز پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د واخان دهلیز (کوریډور) د سیمې له هېوادونو سره یوه سوداګریزه او ټرانزیټي لاره ده چې په مستقیم ډول افغانستان له چین سره نښلوي او د افغانستان د صادراتو او وارداتو په لاره کې مهم رول لوبولی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته