کابل/ د وري٣٠مه / باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزوهمکاریو پر پیاوړتیا، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د ديپلوماټانو او د ديپلوماتيکو استازولیو د امنيت، د سوداګرۍ ،اقتصادي اړیکو او یو شمېر نورو مسئلو خبرې وشوې.
په دې خبرو اترو کې یادونه وشوه چې ځینې “مغرضې کړۍ” هڅه کوي تاوتریخوالی ته وده ورکړي او د دواړو ملتونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاقو د بندولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې هېواد یې له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په وده کې همکاري کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د کرنې له سکټور سره د ایران همکاري اغېزمنه ده او په هېواد کې به د مشروع بدیل کښت ته وده ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو پرکښت، تولید او قاچاقو بندیز ولګاوه.
د دې فرمان له مخې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو پر استعمال او خرڅلاوهم بندیز لګولی شوى دی.
| ذ