سیاستخبرونهټولنهTOP

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو

کابل، د غوايي ۲مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنیزو او ځوانانو چارو مسؤلینو هم پکې شتون درلود وکتل.
حنفي په دغه کتنه کې له افغانستان سره د یاد سازمان د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چې دغه سازمان به د افغانستان ستونزې او واقعي انځور نړۍ ته منعکس کړي.
نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نړۍ درد او رنځ شریک دی او باید اسلامي هیوادونه د دغو ستونزو د حل په موخه ګډې هڅې وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، چې افغانستان له جنګ څخه د حکومتولۍ پر لوري ګام اخلي، بناً په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا ده او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت استازي دې په ګامبیا کې د دغه سازمان په راتلونکی غونډه کې وروبلل شي، ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د مسؤلینو مشورې واوري او ترڅنګ یې په افغانستان کې موجوده واقعیتونه هغوی ته ورسوي.
په ورته وخت کې ډاکټر طارق علي بخیت په دغه کتنه کې په ګامبیا هیواد کې د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکي ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه مالومات ورکړل او ويې ویل چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.
وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئیسې ډاکټرې نوره الرشود د دغه سازمان د کلتوري، ټولنیزو او کورنیو چارو عمومي رئیسې اغلې امینه الحجیري او د ښځو د پراختیا سازمان اجرائیوي رئیسې اغلې افنان الشعیبي خبرې وکړې او د خپلو ارګانونو د فعالیتونو په اړه د مفصلو مالوماتو پر مهال وویل چې موږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه مشاهده کړل، دا د هغه منفي تصویر برعکس دي، چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې منعکسېږي.
هغوی ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.
هیره دې نه وي، چې ياد پلاوي ډاډ ورکړ، چې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د ترکیې هېواد له تیکای او د اذربایجان انکشافي مؤسسو سره تړونونه لاسلیک کړي، چې افغانستان به د دغو مرستو په سر کې قرار ولري او هیله يې څرګنده کړه،چې له دې لارې به په افغانستان کې لا زیاتې پراختيايي پروژې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته