کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
دکونړ ولايت دسندري ستراتيژيکي سيمه دپوځي عملياتو په بهير کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه عمليات دوه ورځې مخکې دملي اردو او دملي پوليسو دسلګونو تنو ځواکونو په ګډون پيل شوي و .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دکونړ ولايت دمانوګى ولسوالۍ دسندري ستراتيژيکي اولوړه سيمه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
ده وويل اوس په دې ساحه کې پوځيان ځاى پرځاى شوي دي او دخلکو امنيت تامينوي .
ويل کېږي ډار اچوونکي دسندري ساحې ته دځواکونو له رسيدو مخکې له جګړې پرته تښتيدلي و .
ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ